۰
ولسي جرګه:

د سولې پروسه د افغان حکومت له لاسه په وتو ده، خو سیاسیون بې غمه ناست دي

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
ولسي جرګه وايي، د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو هر ډول ناسته د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د سولې پروسه د افغان حکومت له لاسه په وتو ده، خو سیاسیون بې غمه ناست دي
ولسي جرګه وايي، د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو هر ډول ناسته د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن شنبې مرغومي ۲۲ مې په غونډه کې ویل، چې د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد هڅو سولې ته د افغان ولس یو څه تمه پیدا کړې وه، خو دغه هیله ورو ورور په ناهیلۍ بدلېدونکې ده.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي و ویل، چې  له افغان حکومت پرته له طالبانو سره هر ډول لیدنه او ناسته له افغان سولې سره مرسته نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه«له افغان حکومت پرته له طالبانو هر ډول ناسته له سولې سره مرسته نه شي کولی، دا یوازې د طالبانو د قهرمان ښودلو او د افغان حکومت د کمزوري کول او د افغانستان په کورنیو چارو کې یو ډول لاسوهنه ده.»

ښاغلي ابراهیمي وايي، که د سیمې او نړۍ هېوادونه په رښتیا هم افغانستان کې سوله غواړي، باید له افغان حکومت سره ښکاره همکاري او مرسته ولري، او حکومت هم باید له قوي دریځه د سولې خبرې مخ ته یوسي او پر طالبانو پوځي فشارونه زیات کړي.

د جرګې یو بل غړي صالح محمد سلجوقي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د سولې پروسه کې ښکېل اړخونه د افغان سولې په تړاو بې اردې دي.

نوموړی وايي دغه هېوادونو د افغان سولې په پلمه یوازې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښکاره کړې او په یوه ډول یې دغه وسله والې ډلې ته مشروعیت ورکړ.

هغه دې ته په نغوتې سره چې له طالبانو سره د هېوادونو خبرې نه باید د افغان دولت د کمزوری سبب شي و ویل، که امریکا په رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي باید د طالبانو پر ملاتړو فشار راوړي او طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.

د جرګې دغه استازي د افغان دولت له استازو پرته له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو ناستې او خبرې افغان حکومت ته یو ډول دیپلوماتیک ګواښ وابله، چې په وینا یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید د اعلامیو په صادرولو سره د دغه ډول ناستو مخنیوی وکړي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي بیا و ویل، چې د افغانستان د سولې پروسه کې بهرني هېوادونه لکه روسیه، ایران، پاکستان او چین د خپلو ګټو په لټه کې دي، خو د افغانستان سیاسیون او جهادي مشران بې غمه ناست دي او هېڅ نه کوي، چې دا خپله لوی شرم دی.

هغه پر ټولو سیاسي څېرو غږ وکړ، چې د سولې په اړه سرا راغونډه او په ګډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د تامین لپاره منطقي او منظمه کړنلاره وټاکي.

د ولسي جرګې غړي خبردارۍ ورکوي، چې له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو ناستو او خبرو د افغان سولې پروسه پېچلې کړې او دغه پروسه د افغان حکومت له لاسه په وتو ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي