د لیبیا امنیتي سرچنیو په دې هېواد کې د داعش جګړه مارو د یوه ډلیز قبر د موندولو ویلي، چې په کې د دغه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ځانګړي استازي ابونبیل الاآنباري جسد هم په کې شامل دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لیبیا یوې امنیتي سرچینې ویلي، دغه قبر د هېواد ختیځ لور ته د درنه ښار په الفتائح سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینې ویل په دغه قبر کې کابو ۵۰ جسده دي، چې یو هم په کې د داعش د یوه والي او د البغدادي د ځانګړي استازي ابونبیل الفتائح جسد هم په کې دی.
ابونبیل په اصل کې د عراق اوسېدونکی و او به ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۴ مه د درنه ښار کې د امریکايي ځواکنو په یوه برید کې له خپلو شپږو ملګرو سره و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل