۰

روسیې بي بي سي د داعش په ملاتړ تورنه کړه

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
په ټولنیزو رسنیو د روسیې د څار بنسټ د بي بي سي روسي څانګه د داعش په ملاتړ تورنه کړې او وايي، دغه شبکه هغه څه خپروي، چې روسیه کې د رسنیو د قانون خلاف دي.
روسیې بي بي سي د داعش په ملاتړ تورنه کړه
په ټولنیزو رسنیو د روسیې د څار بنسټ د بي بي سي روسي څانګه د داعش په ملاتړ تورنه کړې او وايي، دغه شبکه هغه څه خپروي، چې روسیه کې د رسنیو د قانون خلاف دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ ویلي، د بي بي سي روسي ځانګه په خپلو راپورونو کې د ترهګرو کړنلارې او د هغوی د مشرانو خبرې خپروي، چې دا د روسیې د رسنیو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ په همدې اړه روسیه کې د بي بي سي روسي څانګې یا برېټېش تلوېزیون ته یو لیک هم لېږلی او په کې یې ترې غوښتي، چې معلومه کړي، دوی د روسیې د رسنیو قوانین نه دي تر پښو لاندې کړي.

په دې لیک کې ویل شوي، روسیه کې د بي بي سي روسي څانګه د ترهګرو کړنلارې د هغې له ډلې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي خبرې خپرې کړې، چې د روسیې د څار بنسټ له خوا تر جدي پلټنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې برېتانیا هم په روسي رسنیو په ځانګړې توګه په رشاټوډې فشار وارد کړ او لندن کې یې د هغو د خپرونو د لغوه کېدو ګواښ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي