۰

د افغانستان او پاکستان دیني علمان پر افغان سوله غونډه جوړوي

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان جید دیني عالمان سره جرګه شي.
د افغانستان او پاکستان دیني علمان پر افغان سوله غونډه جوړوي
ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان جید دیني عالمان سره جرګه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، غونډه په نېږدې راتلونکې کې به اسلام آباد کې جوړېدونکې ده خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي تېره ورځ د پاکستان د دیني علماو شورا له مشر قبله ایاز سره د راتلونکې غونډې پر جوړېدو موافقه کړې ده.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې ښاغلي داوودزي د یادې غونډې د جوړېدو په اړه له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.

نوموړی وايي، تمه ده، چې دا د افغانستان او پاکستان د دیپلوماټیکو مراجعو لخوا وروستۍ شي، ترڅو د افغانستان د سولې عالي شورا سره په همغږۍ د افغانستان او پاکستان د دیني علماو غونډه تنظیم شي.

باید و ویل شي، ټاکل شوې وه دغه غونډه ډېره مخکې جوړه شي، خو هغه وخت د پاکستان د نه همکارۍ له امله ځنډول شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي