۰

تخار او قندو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
تخار او قندو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې قول اردو نن پنشنبې د مرغومي ۲۰ مه په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د قندوز په قلعه زال او د تخار په خواجه غار ولسوالیو کې بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپانه وايي، په دغه جګړو کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي