سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډلیز برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د مرغومي ۱۹ مه په یاده ولسوالۍ برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه رسېدلي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:تخار