۰
باوري سرچینه:

د کابل رایو په بیا شمېر کې یوه رایه په ۹ زره افغانۍ اخستل شوې ده

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۳
د ټاکنو کمېسیون کې یوه باوري سرچینه وايي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د بیا شمېر په برخه کې پراخ فساد دی او ان یوه رایه په ۹ زره افغانۍ پلورل شوې ده.
د کابل رایو په بیا شمېر کې یوه رایه په ۹ زره افغانۍ اخستل شوې ده
د ټاکنو کمېسیون کې یوه باوري سرچینه وايي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د بیا شمېر په برخه کې پراخ فساد دی او ان یوه رایه په ۹ زره افغانۍ پلورل شوې ده.

دغه کمېسیون کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط جمهور خبري آژانس ته و ویلو چې د کمېسیون یو شمېر قراردادي کارکوونکي د کابل د رایو په بیا شمېر کې د یو شمېر ځانګړو نوماندانو لپاره کار کوي.

سرچینې و ویل، دغه ځینې قراردادي کارکوونکي چې ځانګړو نوماندانو ته کار کوي د پيسو په بدل کې هغوی
منبع و ویل«د رایو د پېر او پلور په دې ډول تر سره کېده، چې د ګوند ناظر به له مشخص نوماند سره همغږي کوله، وروسته به د شکایتونو کمېسیون کارکوونکي هم له همدې نوماند سره خبرې کولې، البته د کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون د دواړو کارکوونکو تر منځ به هم هغږي وه، وروسته به د ګوند ناظر د هنګر په داخل کې ملي امنیت ته متوجه و.، قلم به د کمېسیون د کارکوونکي په لاس کې و، یوه رایه به یې له خپل لوري او بله به یې هم د شکایتونو د کمېسیون د کارکوونکي له لوري د نوماند په پلوی اضافه کوله، د کمېسیون کارکونکي به له همغه رایې چې اضافه کړې یې وه عکس اخیست، وروسته به یې نوماند ته ښکاره کولو او بیا به یې پیسې ترې تر لاسه کولې.»
ته رایې زیاتوي.

هغه د سترګو لیدلی حال جمهور خبري آژانس ته و وايه او زیاته یې کړه«کله چې د کار لپاره د هنګر دننه ولاړ، بیا ګرمه معامله روانه وه او هغه ځای پر دوهم شهزاده سرای بدل شوی و.»

دغه سرچینه وايي، که څه هم د رایو د شمار پر مهال امنیتي ځواکونو هم شتون درلود، خو بیا هم د رایو پېر او پلور روان و او دا کار هغه کسانو کاوهو چې جرآت او قوي اړیکې یې درلودې.

سرچنې وايي، هغه کسان چې د خلکو رایې پېر او پلور ته وړاندې کوي د کمېسیون ځینې قرادادیا، د شکایتونو د کمېسیون ځینې کارکوونکي د ګوندونو ناظران دي او دوی په ګډه د نوماند څخه زیاتې پیسې تر لاسه کوي.

منبع و ویل«د رایو د پېر او پلور په دې ډول تر سره کېده، چې د ګوند ناظر به له مشخص نوماند سره همغږي کوله، وروسته به د شکایتونو کمېسیون کارکوونکي هم له همدې نوماند سره خبرې کولې، البته د کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون د دواړو کارکوونکو تر منځ به هم هغږي وه، وروسته به د ګوند ناظر د هنګر په داخل کې ملي امنیت ته متوجه و.، قلم به د کمېسیون د کارکوونکي په لاس کې و، یوه رایه به یې له خپل لوري او بله به یې هم د شکایتونو د کمېسیون د کارکوونکي له لوري د نوماند په پلوی اضافه کوله، د کمېسیون کارکونکي به له همغه رایې چې اضافه کړې یې وه عکس اخیست، وروسته به یې نوماند ته ښکاره کولو او بیا به یې پیسې ترې تر لاسه کولې.»

سرچینه ان درې وايي، چې د کمېسیون ځینې قرادادي کارکوونکو له نوماندانو څخه تر ۳۰ لکه پورې افغانۍ تر لاسه کړې دي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو هم هلته فساد تایید کړ خو وايي دغه فساد په لومړي پړاو شمارلو کې و، چې عاملین یې پېژندل شوي او ملي امنیت ته معرفي شوي دي.

د کمېسیون مرستیالې شیما علم سروش جمهور خبري آژانس ته و ویل، کله چې ولیدل شي یو کس له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي کمېسیون یې پر وړاندې اقدام کوي او اوس د درغلۍ او فساد مخه نیول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي