ننګرهار کې ۲۵ طالبان او داعشیان د سولې پروسې سره یو ځای شول

18 جدی 1397 ساعت 13:59

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو ۲۵ وسله وال طالبان او داعشیان له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو ۲۵ وسله وال طالبان او داعشیان له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، دغه وسله والو اچين، هسکې مېنې، پچيراګام، غني خېلو او خوږياڼو ولسواليو کې دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

د هغه په وینا د سولې له پروسې سره د یو ځای شویو وسله والو کسانو په ډله کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۶ طالبان او د یوه قوماندان په ګډون ۹ داعشیان دي.

په ورته وخت کې تسلیم شویو وسله والو په خپلو کړنو پېښماني ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د ګټو لپاره یې جګړه مخ ته وړله.

دوی وايي، له څو کلونو جګړو وروسته په دې وپوهېدل، چې جګړه یې د هېواد پر زیان او د پاکستان د ګټو لپاره ده نو ځکه یې سولې ته مخه کړه.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 112203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com