۰

ټرمپ افغان ولس ته سپکاوی کړی باید بښنه وغواړي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۴
مشرانو جرګې د روس پر وړاندې د افغان جهاد په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته سپکاوی وباله او وايي، ټرمپ باید د خپلو څرګندونو له امله د افغانستان بښنه وغواړي.
ټرمپ افغان ولس ته سپکاوی کړی باید بښنه وغواړي
مشرانو جرګې د روس پر وړاندې د افغان جهاد په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته سپکاوی وباله او وايي، ټرمپ باید د خپلو څرګندونو له امله د افغانستان بښنه وغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې مرغومي ۱۶ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې روسیې په افغانستان یرغل کړی و او افغان ولس یې پر وړاندې په حقه جهاد وکړ.

نوموړي زیاته کړه«د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغان ولس د برحقه جهاد سپکاوی دی، د افغانانو په لاس د شوروي ماتې د کمونېزم له ګواښ څخه د نړۍ د ژغورېدو سبب شو، نړۍ په ځانګړې توګه امریکا باید له افغان ولس نه مننه وکړي.»

هغه ټينګار وکړ، چې د افغانستان جهاد د نړۍ او ان د امریکا او ټولو اسلامي هېوادونو ملاتړ درلود او د پخواني شوروي ماتې د افغان ولس یو له ویاړونو څخه ده.

ښاغلي مسلم یار و ویل«د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د افغان ولس برحقه جهاد ته د سپکاوي له کبله د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي، او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل او واشنګټن پر شوي امنیتي تړون عمل وکړي.»

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د سیمې او نړۍ له واقعیتونو سره په ټکر کې دي او د دغه خبرې به تر افغان ولس زیات د امریکا خلکو ته زیان واوړوي.

د هغه په وینا د پخواني شوروي د یرغل په وخت کې واقعیت همدا و، چې امریکا هم د افغان ولس له جهاده سیاسي او لوجېستیکي ملاتړ کاوه، ترې چې جهاد بریالی او پخوانی شوروي دړې وړې شو.

د جرګې منشي فیصل سمیع نایب و ویل، چې ټرمپ د کمونېزم ګواښ هیر کړی او که هغه وخت د افغان ولس جهاد نه وای نن به امریکا هم خوندي نه وه.

د هغه په وینا ټرمپ هممهاله غواړي، له داعش، طالبانو، روسیې، پاکستان او افغانستان سره ښې اړیکې ولري چې د سیاسي لحاذ امکان نه لري او دا رنګه به د امریکا ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابیني په غونده کې پر افغانستان د روسیې له یرغل څخه دفاع وکړه او ویې ویل د روسیې حق و، چې ترهګرو پسې افغانستان ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي