۰

هند، افغان هوايي ځواک ته څلور نورې جنګي چورلکې ورکوي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
ټاکل شوې هند په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان له هوايي ځواک ته څلور نورې جنګي چورلکې هم ورکړي.
هند، افغان هوايي ځواک ته څلور نورې جنګي چورلکې ورکوي
ټاکل شوې هند په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان له هوايي ځواک ته څلور نورې جنګي چورلکې هم ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خبر پخلی د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ستراتیژیک نیوز انټرنېشنل په نوم له یوې هندۍ رسنۍ په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هند به افغان هوايي ځواک ته څلور نورې (آېم آی ۲۵ ) ډوله جنګي چورلکې ورکړي.

د هغه په وینا د دغه چورلکو دوه به یې د روان میلادي کال په مارچ او دوه نورې به یې په جون یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.

باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم درې جنګي چورلکې افغانستان ته ورکړې وې.

د ملي امنیت سلاکار چې هند ته په یوه سفر تللی له خپل هندي سیال سره پر دوه اړخیزه اړیکو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغانستان د سولې، ټاکنو او دغه راز د سیمې پر امنیت او ثبات خبرې کړې دي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ښاغلي محب ته ډاډ ورکړی، چې هند له افغان سولې ملاتړ او له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي