چین په لومړي ځل له روسیې اخستل شوی پرمختللی اس ۴۰۰ راکټي سیستم په بریالی توګه و ازمویه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چنايي رسنۍ وايي، پوځ پر دغه سیستم په ازمویښتي ډول ځینې هدفونه په نښه او له منځه یووړل.
ساوت چینا هنګ کنګ ورځپانې نن چهارشنبې د مرغومي ۱۲ مه راپور کې ویلي، د چین پوځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې یو هدف په نښه او په دغه راکټ سره چې په هره ثانیه کې یې ګړندیتوب ۳ کیلومتره و له منځه یووړل.
دا لومړی ځل دی، چې چین له دغه پرمختلي سیستم څخه کار اخلي او دا یې له روسیې سره د پوځي همکاریو د غښتلتیا یوه بېلګه ده.
چین یاد پرمختللی سیستم د ۳ میلیادر ډلرو یوه تړون له مخې له مسکو څخه پېرلی دی او دغه دواړو هېواد په ۲۰۱۵ کال کې د خپل منځي نظامي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړ.
باید و ویل شي، چې چین یوه لسیزه وړاندې یوازې اس ۳۰۰ دفاعي سیستم درلود خو د روسیې له خوا د اس ۴۰۰ سیستم له جوړېدو وروسته چین لومړنی هېواد و چې دغه سیستم یې تر لاسه کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل