پاکستان کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژوا وايي، که امریکا له افغانستان ځکه خپل ځواکونه باسي نو باید بېړه ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ژوا دغه څرګندونې د پاکستان له جیو ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید په مسوولانه توګه له افغانستانه و وځي.
نوموړي دغه څرګندونې د هغه ناتاييد شویو رپوټونو په غبرګون کې کړې، چې وايي، ټرمپ له افغانستان د ۷ زرو امریکايي سرتېرو د استلو پرېکړه کړې.
د امریکا د ملي امنیت شورا دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه کوم فرمان نه دی ورکړی.
دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته ویلي و، چې د سرتېرو ایستلو په اړه یې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.
خو چین امریکا ته مشوره ورکړې، چې د افغانستانه دې په مسولانه توګه ووځي او د سرتېرو په ایستلو کې دې بېړه نه کوي.
اسلام آباد کې د چین مرستیال سفیر لیجان ژاو په دې مرکه کې ویلي« د امریکا عسکر په افغانستان کې د ١٧ کلونو نه حضور لري. که هغوي د افغانستان نه ووځي نو دغه کار دې په دمه او مسولانه توگه ترسره کړي.»
هغه وړاندې زیاته کړې« که د امریکایي عسکر د وتلو نه وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه نو د ټولو نه مخکې به په پاکستان او چین بد اغېز وکړي، نو ځکه باید مونږ ټول د دغې مسلې د حل لپاره یو ځاې شو چې د سولې پروسه پیل شي.»
ژوا ټینګار کوي، چې د افغانستان مسله یواځې افغانان په خپله حل کولی شي او نړیواله ټولنه دې د افغانانو سره پدی لړ کې مرسته وکړي.
پاکستان کې د چین مرستیال سفیر پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د افغانستان د ۴٠ کلنې جګړې د ختمولو لپاره دې خبرو ته کېني او یو سیاسي حل دې راوباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل