۰

چین پاکستان ته دوه میلیارد ډالر په پور مرسته ورکوي

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې چین به ډېر ژر پاکستان ته دوه میلیارد ډالر مرسته په پور ورکړي.
چین پاکستان ته دوه میلیارد ډالر په پور مرسته ورکوي
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې چین به ډېر ژر پاکستان ته دوه میلیارد ډالر مرسته په پور ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ زیاتوي، چین به دغه مرسته د پاکستان د پیسو د ثبات او دغه راز د اقتصادي ودې په موخه ورکړي.

چین دغه ګام پر داسې مهال اخلي چې په دې وروستیو کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګڼو اقتصادي ستونزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی.

همدا اقتصادي ستونزې او نړیوال فشارونه د دې لامل شوي، چې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت تر دې کچې ولوېد چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل شوی.

پاکستان د همدې اقتصادي ستونزو او د پیسو ارزښت د کنټرول په موخه هلې ځلې پیل کړې، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه یې هم مرسته وغوښته، خو هغوی د اصلاحاتو تر راوستو او پخوانیو حسابونو تر چاڼ کولو پورې د پیسو له ورکړې انکار وکړ.

خو په دې وروستیو کې سعودي عربستان ورسره د ۶ ملیارد او چین ورسره د دوه ملیارد ډالرو مرستې او پور ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي