۰

افغانستان په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام لوبو ته لاره ومونده

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر بنسټ، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ زېږدیزکال نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره وموندله.
افغانستان په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام لوبو ته لاره ومونده
د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر بنسټ، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ زېږدیزکال نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره وموندله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو نړیوال جام لوبې چې په استرالیا کې تر سره کېږي د همدې کال د اکتوبر له ۱۸ مې پیل کېږي او د نومبر تر ۱۵ به دوام وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېتې سره سمه ده ویلي افغانستان به نېغ په نېغه په دې سیالیو کې برخه واخلي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې افغانستان به د اوو نورو هېوادنو ترڅنګ، د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د ۱۲ غوره ګډون کوونکو هېوادونو په پړاو کې په مستقیم ډول ګډون کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په یاد نوملړ کې د افغانستان سربېره پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونه شتون لري.

سرچینه زیاتوي، چې یادې اته لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز لوبو په درجه بندۍ کې اته غوره لوبډلې دي او پاتې څلور لوبډلې به د اتو نورو لوبډلو ترمنځ له سیالیو وروسته د دغه جام د ۱۲ ګډون کوونکو هېوادونو پړاو ته لاره ومومي.

باید و ویل شي، چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش ته په ۳-۰ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ.

او د همدې ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې په بریالیتوب سره په اتم مقام پاتې شو چې پایله کې یې افغانستان په مستقیم ډول د یاد کال نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي