۰
د اسلامي همکاریو سازمان:

غړي هېوادونه دې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.
غړي هېوادونه دې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي
د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې وروستیو جګړو او وچکالیو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې او مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسلامي همکاریونو سازمان غړو هېوادونو ته پکار ده، چې له جګړې او وچکالۍ ځپلو افغانانو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې غړو هېوادونو دې د افغانانو لاسنیوی وکړي او خپل بشردوستانه مرستې دې دغه هېواد ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا په هېواد کې د روانو جګړو او وچکالۍ له امله ۹۲۶۴۵ کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي و، چې له ۶۹ زره بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او دغه راز ۸۵ زره نورې کورنۍ بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه دا هم ویلي و، چې له ۵۶ زره کورنیو سره د حکومت او مرسته کوونکو موسسو له خوا د مرستې امکان شته، ولې د ۲۸ زره پاتې کورنیو لپاره بودیجه نشته، چې د مرستو غوښتنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي