۰
امرالله صالح:

د کورنیو چارو وزارت هېڅ منسوب د سولې په اړه د نظر نه شي ورکولی

یکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۰
د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح په تازه سپارښتونو کې د دې وزارت ټولو منسوبینو ته خبردارۍ ورکړی، چې افغان سولې او د حکومت د بهرني سیاست په اړه له نظر ورکولو او تبصرې ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت هېڅ منسوب د سولې په اړه د نظر نه شي ورکولی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح په تازه سپارښتونو کې د دې وزارت ټولو منسوبینو ته خبردارۍ ورکړی، چې افغان سولې او د حکومت د بهرني سیاست په اړه له نظر ورکولو او تبصرې ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت پر فسبوک پاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ښاغلي صالح ویلي د سولې په اړه خبرې کول د دولت صلاحیت دی نه د امنیتي ځواکونو.

د هغه په وینا د پولیسو صلاحیتونه مشخص دي دا ډول بحثونه د کورنیو چارو وزارت پر جوړښت، اهدافو او پراختیايي پروګرامونو باندې هېڅ تاثیر نه کوي.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه هم د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي.

په دې معلوماتو کې ویل شوي«د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو او منسوبینو ته لارښوونه شوې چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي، د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه کول د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي.»

باید و ویل شي، چې د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له ټولو ملکي او نظامي منسوبینو غوښتي وو چې سفارتونو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، او که چېرته کوم کس دغه کار وکړي نو د جاسوسۍ شک به پرې وشي او جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي