۰

لوګر کې ترافیکي پېښې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې ترافیکي پېښې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي ۸ مه د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په التمور سیمه کې رامنځ ته شوې.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، په یاده سیمه کې کرولا او هایلکس پیکپ موټرو ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هغه په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ و او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي