۰

کرنې وزارت وايي، د زړو چرګانو د واردولو جدي مخنیوی کوي

یکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هېواد ته د زړو بهرنیو چرګانو د واردولو په مخنیوي کې جدي دي.
کرنې وزارت وايي، د زړو چرګانو د واردولو جدي مخنیوی کوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هېواد ته د زړو بهرنیو چرګانو د واردولو په مخنیوي کې جدي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي دغه ډول چرګان زیاتره په مکروبونو لړي او د ناروغیو لامل کېږي نو ځکه یې دوی مخنیوی کوي.

د وزارت پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات ښي، چې د کرنې وزیر نصیر احمد درانی د یوه پلاوي په مشرۍ د دغو چرګانو د وارداتو د مخنیوي د نظارت او د زړو چرګانو د واردوونکو د پېژندې په موخه د کابل ولایت دروازې څرخې پله سیمې ته تللی و.

د کرنې وزیر د دې وزارت د مسلکي معینیت د سرپرست حمدالله همدرد په مشرۍ یو پلاوی هم ټاکلی؛ څو په ټیمي ډول په لومړي سر کې د کابل سیمي بررسي کړي او د چرګانو پلورونکو ته یواځې درې ورځې وخت ورکړي، چې د بهرنیو زړو چرګانو له پېر- پلورڅخه، چې ډېر روغتیايي زیانونه لري او همداراز د هېواد د مرغدارۍ د صنعت د تضعیف لامل هم کیږي ډډه وکړي.

دغه کاري ټیم به د هېواد په ولایتونو کې هم خپلې چارې پیل کړي. کرنې وزارت وایي دغه ګام یې د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو او دغه راز په هېواد کې د چرګانو روزنې د صنعت د پراختیا په موخه پورته کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي