۰

ولسمشرغني وايي، د نظام الدین قیصاري قضیه به وڅېړل شي

چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت رییس ته لار ښوونه کړې، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو د قوماندان نظام الدین قیصاري قضیه وڅېړي.
ولسمشرغني وايي، د نظام الدین قیصاري قضیه به وڅېړل شي
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت رییس ته لار ښوونه کړې، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو د قوماندان نظام الدین قیصاري قضیه وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د مرغومي ۴ مه له یو شمېر ازبک او ترکمن قومي مشرانو سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي لومړی عبدالجلیل او ملا خیر الدین د نورو په استازي توب خبرې وکړې او خپل ستونزې او وړاندیزونه یې له ولسمشر سره شریک کړل.

په شمال کې ناامنۍ، د نظام الدین قیصاري موضوع، د لارو بندښت، داخلي بې ځایه شویو ته رسېدنه، د کانونو د غیر قانوني کیندنې مخنیوی، له وچکالۍ ځپلو سره مرسته، ځواکونو ته د کار زمینې برابرول د بندونو جوړولو او ځینې نور هغه وړاندیزونه او ستونزې وې، چې قومي مشرانو یې له ولسمشره غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د دغه مشرانو په ځواب کې و ویل، چې په امنیتي، حکومتولۍ او پر مختګ په موخه به بېړنۍ کمېټې جوړې شي تر څو یادې ستونزې حل شي.

ښاغلي غني د شمال او شمال ختیځ امنیت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د کار لومړیتوب وباله او ویې ویل، لکه څنګه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې دښمن له منځه وړی دغه راز به په یاد زون کې هم عمل وشي او نوې قول اردو به رامنځ ته شي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې ملي یووالی د زموږ د هېواد اصلي پانګه ده او په وینا یې ترک ټبر د تاریخ په اوږدو کې د ملي یووالي په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

خو په وینا یې هېڅ کس له قانون څخه لوړ نه دی او د غیر مسولو وسله والو او ډلو هېڅ ډول فعالیت د منلو نه دی.
 
ولسمشر غني د قیصاري په اړه خبرو کې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ملي امنیت رییس ته یې لارښوونه کړې، تر څو د قیصاري دوسیه وڅېړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي