۰

قریشي په کابل کې: طالبان به د سولې خبرو ته چمتو کړو

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره خبرو کې ټینګار کړی، چې اسلام آباد به طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو کړي.
قریشي په کابل کې: طالبان به د سولې خبرو ته چمتو کړو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره خبرو کې ټینګار کړی، چې اسلام آباد به طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي نن دوشنبې د لړم درېیمه کابل ته راغی او له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره یې یوازې پر افغان سوله او سولې ته د طالبانو په چمتو کولو خبرې کړې دي.

د دغه دواړو چارواکو تر لیدلې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو و ویل، چې قریشي د سولې په تړاو کابل ته له یوه مهم پیغام سره راغلی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د رباني او قریشي تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې په دغه ناسته کې ټولې خبرې پر افغان سولې راڅرخېدې.

دی وايي، ښاغلي رباني د سولې په تړاو د پاکستان د عملي اقداماتو غوښتونکی شو او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیره یې وغوښتل، چې طالبان مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

دغه راز نوموړی وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیکاو لپاره به د سیمیزې اجماع په جوړلو کې هلې ځلې وکړي.

احمدي زیاتوي، قریشي دغه راز ژمنه وکړه، چې اسلام آباد به وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره چمتو کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، تمه لري، چې پاکستان به دا ځل د افغان سولې او ثبات په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، ځکه په افغانستان کې سوله نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر داسې مهال د سولې مخامخ خبرو ته د طالب مشرانو د چمتو کولو ژمنه افغان حکومت ته ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې په تړاو د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د استازو تر منځ د خبرو اترو پر مهال او له هغې وروسته طالبان د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره له خبرو کولو انکار کړی وو.

باید و ویل شي، چې د پاکستان د بهرنیو چار وزیر به تر کابل وروسته تهران، مسکو او بېجنګ ته هم سفرونه وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر افغان سولې او د سیمې پر ثبات خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي