۰
واشنګټن کې د سعودي سفیر:

د افغانستان د سولې خبرې به ډېر ژر مثبتې پایلې ولري

شنبی ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر د افغان سولې په تړاو وروستۍ هڅې هیله بښوونکې بللې او وايي، د افغانستان د سولې خبرې به د راتلونکې میلادي کال تر پیله ډېرې مثبتې پایلې ولري.
د افغانستان د سولې خبرې به ډېر ژر مثبتې پایلې ولري
په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر د افغان سولې په تړاو وروستۍ هڅې هیله بښوونکې بللې او وايي، د افغانستان د سولې خبرې به د راتلونکې میلادي کال تر پیله ډېرې مثبتې پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په واشنګټن کې د امرکیا سفیر خالد بن سلمان په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په محتده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو خبرې ډېرې رغنده وې او راتلونکي میلادي کال تر پیله ډېءې مثبتې پایلې ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې دغه خبرې به به افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړي.

هغه په دې ټوټېټ کې زیاته کړې« موږ به له خپلو متحدانو؛ د امریکا متحدو ایالتونو، متحده عربي امارات او نورو سره کار ته دوام ورکړو چې د جګړې د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو لپاره، چې ورته خورا اړیتا ده، خپلو افغان وروڼو ته مثبتې نتیجې رامنځته کړو.»

بل خوا خالد سلمان پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، د سیمې یوه هېواد ډېره هڅه کوله، چې د متحده عربي اماراتو خبرې سبوتاژ کړي.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر بې له دې چې د ایران نوم واخلي، وویل چې د سیمې یوه هیواد ډېره هڅه وکړه چې د ابوظبي خبرې سبوتاژ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اماراتي رسنیو ته په دغه هیواد کې افغان سفیر عبدالفرید زکریا له قوله هم ویلي، ډېره هیله شته چې طالبان به د راتلونکي کال په پیل کې له اوربند سره موافقه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي