۰

د ټرمپ خیریه بنسټ تړل کېږي

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د نیویارک ایالت لویې څارنوالې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خیره بنسټ د تړل کېدو خبر ورکړی دی او وايي د دې ټولنې د پاتې پیسو وېشل به هم وڅاري.
د ټرمپ خیریه بنسټ تړل کېږي
د نیویارک ایالت لویې څارنوالې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خیره بنسټ د تړل کېدو خبر ورکړی دی او وايي د دې ټولنې د پاتې پیسو وېشل به هم وڅاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څارنوالی ویلي، دغه بنسټ د د هغو تورونو له امله تړل کېږي چې نوموړي او نورو يې بسپنه یا چنده په ناقانونه ډول کارولې
ده.
لویې څارنوالې، ټرمپ او د هغه درې مشران اولادونه تورن کړل چې دغه اداره یې د شخصي او سياسي ګټو لپاره کارولې ده.

د نیویارک لویې څارنوالې د روان کال جولای کې د ټرمپ خیریه ټولنه په پرلپسې ناقانونه چارو تورنه او د هغې د ړنګولو غوښتنه یې وکړه او په دې برخه کې د ټرمپ له کورنۍ ۱،۸ میلیونه ډالر جرمانه هم غواړي.

نوموړې دا هم غواړي چې د امریکا ولسمشر باید لس کاله نیویارک کې د خیریه بنسټونو مدیریت ونه کړي او یو کال لپاره یې کورنۍ هم له دا ډول مدیریت نه شي کولی.

د دغه بنسټ مدافع وکيل بيا پر څارنوالې تور لګولی چې غواړي دا قضيه سياسي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي