۰

خلیلزاد به نن له طالب استازو سره خبرې وکړي

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۲۷
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له طالب استازو سره خبرې وکړي.
خلیلزاد به نن له طالب استازو سره خبرې وکړي
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له طالب استازو سره خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان درې ورځې وړاندې ویلي و، چې دوی د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو زمینه برابره کړې او دغه خبرې به نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه تر سره شي.

که څه هم عمران خان دا نه و ویلي، چې دا خبرې به چېرته تر سره شي، خو پخواني طالب چارواکو ویلي دا خبرې به په پاکستان کې تر سره شي.

ویل کېږي، په دې ناسته کې به د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ په اوربند، د بندیانو پر تبادلې، او دغه راز په افغانستان کې د امریکا پر پوځي اډو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.

مجاهد دا هم ویلي، چې په دې خبرو کې به د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، د سولې په چارو کې د هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، خو له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې به یواځې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي