۰

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت دویم سکرتر مړ شوی

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
په ترکمنستان کې افغان سفیر میرویس ناب وايي، د دوی د سفارت دویم سکرتر په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
ترکمنستان کې د افغانستان سفارت دویم سکرتر مړ شوی
په ترکمنستان کې افغان سفیر میرویس ناب وايي، د دوی د سفارت دویم سکرتر په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له افغان سفیر د سفارت د دویم سکرتر د مړینې خبر په خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي، چې ترکمنستان کې د افغانستان سفارت دویم سکرتر خواجه محمد سلیم شریف زاده په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ویلي دغه پېښه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه سهار په ځايي وخت شپږ نیمې بجې د ترکمنستان په مري ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

په عشق آباد کې افغان سفیر، د افغانستان د سفارت او د بهرنيو چارو وزارت په استازيتوب پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي