۰

هلمند کې د طالبانو درې قوماندانان وژل شوي دي

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د کورنیو چارو وزارت هلمند ولایت کې د درې قوماندانانو په ګډون د ۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو درې قوماندانان وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت هلمند ولایت کې د درې قوماندانانو په ګډون د ۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون جمعه د لیندۍ ۲۳ مه د هلمند ولایت د مرکز اړوند د پنځمې حوزې د سورګذر په سیمه کې اوښتې.

سرچینه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې افغان هوايي ځواک پر طالبانو هوايي برید کړی، چې په کې یې درې قوماندانان وژل شوي او پنځه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په برید کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي