سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه له غرمې مخکې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د التمور په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، پېښه د یوه سراچه او بل مارسډیز موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ترافیک چارواکو ویلي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:لوګر