۰

فیفا هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس دنده وځنډوله

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
د افغان نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د جنسي او فزیکې ځورونې ادعاو د څېړنې په موخه د فوټبال نړیولې شورا هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس دنده وځنډوله.
فیفا هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس دنده وځنډوله
د افغان نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د جنسي او فزیکې ځورونې ادعاو د څېړنې په موخه د فوټبال نړیولې شورا هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس دنده وځنډوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څه موده وړاندې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې ځینو غړو ادعا وکړه، چې ګڼې د فوټبال د فدراسیون د لوړو پوړو چارواکو له خوا ځینې لوبغاړې د جنسي او فزیکي څورونې سره مخ شوې دي.

دغه موضوع په کور د ننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راوپارول او ولسمشر غني دغه ډول راپورونه له شرمه ډګ وبلل او په دې اړه یې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

که څه هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه ادعاوې په کلکه رد کړې، خو د ولسمشر تر امر وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د څېړنو په موخه د فوټبال فدراسیون د رییس او پنځه نورو مسوولینو دندې وځنډولې.

د افغانستان تر لویې څارنوالۍ وروسته اوس د فوټبال د نړیوالې شورا له خوا د همدې موضوع د څېړلو په موخه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم دنده ځنډول شوې ده.

د فوټبال نړیوالې شورا یا فیفا شورا انظباطي کمیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ملي او نړیواله کچه د فوټبال د فدراسیون د رئیس فعالیت منع کړ.

د فیفا انظباطي کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تر راتلونکو ۹۰ ورځو د کرام الدین کریم دنده ځنډولې ده او وايي دا پریکړه د ډیسمبر له ۱۲ نیټې څخه عملي ده او کېدای شي لا نوره هم تمدید شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي