۰

پاکستان له چین او هند له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
چنیايي سرتېري له پاکستاني ځواکونو سره د پوځي تمریناتو له پاره دغه هېواد ته د ننه شوي او بل خوا هند او روسیې هم د عملیاتو د همږۍ په خاطر د هوايي ځواک پوځي ګډ تمرینات پیل کړي دي.
پاکستان له چین او هند له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
چنیايي سرتېري له پاکستاني ځواکونو سره د پوځي تمریناتو له پاره دغه هېواد ته د ننه شوي او بل خوا هند او روسیې هم د عملیاتو د همږۍ په خاطر د هوايي ځواک پوځي ګډ تمرینات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان او چین تر منځ پوځي تمرینات د شپږم سرتېري تر نوم لاندې پیل شوي، چې موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه او تر دریو اوونیو پورې به دوام وکړي.

په دغه تمریناتو کې به د پاکستان ځانګړي ځواکونه برخه ولري او د ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره به فرضي ګډ عملیات تر سره کړي.

پاکستان او چین تر دې څو ورځې وړاندې هم د شاهین ۷ په نوم هوايي تمرینات پیل کړي وو چې موخه یې په سیمه کې د سولې او ثبات له پاره د نظامي ځواک پیاوړتیا ښودلې شوې وه.

په دې تمرینونو کې د چین د پوځ بم غورځونکې او جنګي الوتکې او کړندۍ هوايي سیستم نندارې ته وړاندې شو.

بل خوا د چین او پاکستان تر منځ د ګډو پوځي تمرینونو له پیل سره سم، هند او روسیې هم د هوایي ځواک ګډ پوځي تمرینات پیل کړي، چې موخه یې په ګډو عملیاتو کې د همغږۍ رامنځ ته کول ښودل شوی دي.

د هند دفاع وزارت ویلي دغه تمرینونه به ۱۲ ورځې دوام لري او په کې به د روسیې پیلوټان د هند د هوایي ځواک له امکاناتو کار واخلي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې هوايي پوځي تمریناتو کې به د روسي پیلوټانو تر څنګ د هند پیلوټان هم برخه واخلي.

ټایمز اینډیا ورځپاڼې ویلي دغه پوځي تمرینونه د ایندیر تر نامه لاندې د هند او روسیې د هوایي ځواک له خوا په ګډه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي