۰

ولسمشر د سولې له مرکچي پلاوي سره کتلي دي

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ۱۲ کسیزه مرکچي پلاوی سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
ولسمشر د سولې له مرکچي پلاوي سره کتلي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ۱۲ کسیزه مرکچي پلاوی سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ولسمشر پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مه ماښام په ارګ کې له دغه پلاوی سره وکتل.

خبرپاڼه وایي، په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی دی.

سرچینه د ولسمشر غني په قول وايي، دغه پلاوی د هغو نظریاتو پر بنسټ جوړ شوی دی، چې په تېرو اتو میاشتو کې له خلکو راټول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر په دغه لیدنه کې له یاد پلاوي سره د حکومت غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې دي او د سولې د پروسې په اړه یې وروستي معلومات ورکړي دي.

د سولې د مرکچي پلاوي غړي ډاکټر فاروق وردګ او د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزي هم خبرې کړې دي.

عمرداوودزي ویلي چې دوی به ورسپارل شوې دنده په پوره مسوولیت مخ ته وړي او د افغان سولې لپاره به خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي