۰

د کانکور پر برخه بندۍ د ولسي جرګې د غړو تر منځ ناندرۍ راپورته شوې

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور اموزینې په برخه بندۍ او د کابینې له خوا د دې ګام تایید په ولسي جرګه کې د استازو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.
د کانکور پر برخه بندۍ د ولسي جرګې د غړو تر منځ ناندرۍ راپورته شوې
د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور اموزینې په برخه بندۍ او د کابینې له خوا د دې ګام تایید په ولسي جرګه کې د استازو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوړو زده کړو وزارت د یوې نوې طرحې له مخې د کانکور ازموینه په دوه برخو وېشلې، چې یو یې عمومي کارنکور دی، او بل یې د زون په کچه کارنکور دی.

په لومړي کانکور کې د پنځو پوهنځیو له پاره په عمومي ډول ۷۵ سلنه ګډون کوونکي ګډون کولای شي، خو په دوهم کانکور کې چې د وروسته پاتې سیمو له پاره د زون په کچه اخستل کېږي، ۲۵ سلنه برخه ټاکل شوې ده.

دغه طرحه د افغانستان د کابینې له خوا هم تایید شوې، خو نن شنبې د لیندۍ ۱۷ مه یې په ولسي جرګه کې د استازو تر منځ ناندرۍ راوپارولې.

د جرګې یو شمېر غړو دغه طرحه پر ځای او د لرې پرتو او محرومو سیمو د پرمختګ له پاره یو مثبت ګام وباله خو، ځینو بیا له اساسي قانون سره په ټکر کې طرحه وبلله.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازي غلام حسین ناصري و ویل، د متوازن پرمختګ له پاره د کانکور برخه بندي د شکل له مخې ښه طرحه ده، خو په تحقق او عمل له لارې د قانوني اساسي له معیارونو سره په ټکر کې ده.

د هغه په وینا استعدا او وړتیا د خدای ج ورکړه ده او حکومت نه شي کولای اسعتداونو ته متوازن پرمختګ ورکړي او حکومت په دې طرحه سره په اصل کې د متوازن پرمختګ تر نامه لاندې د عدالت د تامین پر وړاندې درېږي.

د جرګې یو بل غړي اسدالله سعادتي هم دغه طرحه ظالمانه ځکه و بلله، چې د دغه په وینا دا د نړیوالو عملي معیارونو سره په ټکر کې ده او داسې نه شي کېدای، چې د یوه په استعداد د بل استعداد د پرمختګ مخه ونیول شي.

خو د جرګې یو شمېر نورو غړو بیا د لوړو زده کړو دغه طرحه د وروسته پاتې او لرې پرتو سیمو د متوازن پرمختګ له پاره یو مثبت ګام وباله او ملاتړ یې ترې وکړ.

د جرګې غړي عبیدالله بارکزي دا طرحه یو ښه فورمل دی او په دې سره کېدای شي په لرې پرتو او جنګ ځپلو سیمو کې د مخالفینو لیکو ته د ځوانانو د جذب کچه راټیټه شي.

د هغه په وینا د دې طرحې په پلي کېدو سره به په رښتیا هم هېواد کې متوازن پرمختګ ته لار هواره او د وروسته پاتې سیمو اوسېدونکي به هم وکولی شي، چې د علم له کاروان سره ځان پر یوه لار روان کړي.

باید و ویل شي، چې لوړو زده کړو وزارت هغه سیمو ته چې لږ پرمختګ یې کړی د زیاتې پاملرنې په موخه د کانکور په آزموینه کې د پنځو پوهنځۍ طب، انجینرۍ، اقتصاد، حقوق او زراعت ګډون کوونکو ته ۲۵ سلنه ځانګړې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي