۰
د فاریاب ولایتي شورا:

که په دغه ولایت کې د ملکي وګړو کلابندي ماته نشي ناورین به رامنځ ته شي

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي، که د دغه ولایت په پښتونکوت ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د ملکي وګړو کلابندي ماته نه شي یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.
که په دغه ولایت کې د ملکي وګړو کلابندي ماته نشي ناورین به رامنځ ته شي
د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي، که د دغه ولایت په پښتونکوت ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د ملکي وګړو کلابندي ماته نه شي یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا یوه غړي آق محمد نوري جمهور خبري آژانس ته په مرکه کې و ویل، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې له تېرو څو مایشتو راهیسې سلګونه کورنۍ د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د هغه په وینا د دغه سیمې د لرې پرتو کلیو شاوخوا شپږ سوه کورنۍ او کابو ۴۰۰ امنیتي سرتېري هلته د طالبانو په کلابندۍ کې شپې ورځې تېروي، او دغه سیمو ته غځېدلې لارې طالبانو تړلې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه سیمو ته د خوراکي او نورو توکو لېږد ته وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي او خلک یې د لوږې سره مخ کړي دي.

د ولایتي شورا د غړي په خبره د لوږې له امله تر اوسه د یوه ماشوم په ګډون دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او که چېرې دغه کلابندۍ ماته نه کړای شي، یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.

نوري وايي، څو ورځې وړاندې سرې میاشتې هڅه کوله هلته له لوږې سره مخ وکړو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي، خو طالبانو د خوراکي توکو غونډاري هم ضبط کړي او سیمې ته یې نه دي پرېښي.

هغه پر حکومت غږ وکړ، چې د خلکو دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او په سیمه کې د کلابندۍ د ماتولو په پار پراخ پوځي عملیات تر سره کړي.

په ورته وخت په خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې سرحوض سیمه کې یوه سیمه ییز قوماندان خپل آس حلال کړی او غوښه یې له لوږې سره پر مخ کسانو وېښلې ده.

تر دې وړاندې بیا هلته د افغان پوځ کمانډو ځواکونو د یوې ورځې له پاره ژوره نیولې وه او خپل ډوډۍ او خوراکي توکي یې په بېوزلو خلکو وېشلي وو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي