سیمه ییز چارواکی وايي، هرات ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فراهاد
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه چاودنه نن شنبې د لیندۍ ۱۷ مه سهار وختي د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د کورت سفلي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه درې ولسي وګړي، چې په یوه سراچه موټر کې سپاره و په یاده سیمه کې یې موټر د سړک د غاړې پر خښ شوی ماین ختلی او په چاودنه کې درې واړه وژل شوي دي.
دی وايي، وژل شوي درې واړه ځوانان ولسي وګړي او عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو تر منځ دي.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:یحی فولادي