۰

جنرال ډانفورډ وايي، امریکا له افغانستانه نه وځي

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزیف ډنفورډ وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د سیمې په ګټه نه دي او امریکا باید د خپل امنیت په پار په افغانستان کې پاتې شي.
جنرال ډانفورډ وايي، امریکا له افغانستانه نه وځي
د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزیف ډنفورډ وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د سیمې په ګټه نه دي او امریکا باید د خپل امنیت په پار په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ډنفورډ دغه څرګندونې له پرون جمعه د لیندۍ ۱۶ مه له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ټنګار کړی، که چېرې امریکا غواړي بیا د سپټمبر د ۱۱ مې په څېرې پېښو سره مخ نه شي، نو باید په افغانستان کې پاتې شي.

د هغه په وینا د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل نه د افغانستان، نه د سیمې او نه هم د امریکا په ګټه ده، نو باید په پوره تدبیر او هوښیارۍ ګامونه واخستل شي.

د امریکا د پوځ مشر وايي، که چېرته امریکا له افغانستانه و وځي دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل او نړیوال امنیت به وګواښي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، دفاع وزیر جنرال جیمز متیس، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان او په دې وروستیو کې د ناټو سرمنشي هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو په مرکزونو بدل شي.

امریکا وايي، هڅه کوي، چې په افغانستان کې روان جګړه د سیاسي لارو چارو پای ته ورسېږي، خو له افغانستانه د وتلو پلان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي