۰

دفاع وزارت:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هرات، فاریاب او کندوز کې ۱۳ پلان شوي ۲۰ کمانډويي عملیات تر سره کړي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي، ۶۰ تنه ټپیان او ۱۷ نور ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي