۰

زلمي خلیلزاد کابل ته راغی

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد وروسته کابل ته په سفر راغلی دی.
زلمي خلیلزاد کابل ته راغی
د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد وروسته کابل ته په سفر راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد وړمه ورځ پاکستان ته تللی و او دوه ورځې یې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړې.

نوموړي نن پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان ولسمشر ښاغلي غني، اجرائیه رییس عبدالله او نورو حکومتي او غیر حکومتي څېرو سره وګوري.

تر اوسه د پاکستاني چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د لیدونو او خبرو بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د عمران خان او شاه محمود قریشي سره د لیدونو په اړه ویل کېږي، چې خلیلزاد هغه ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې تکر کړې او ویلي یې دی، چې امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده.

د ټرمپ او خلیلزاد په خبره پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي او وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، عمران خان او شاه محمود قریشي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی، چې پاکستان به د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي.

باید و وی شي، چې د افغان سولې په تړاو دا د خلیلزاد درېیم سفر دی، چې سیمې ته یې تر سره کوي.

هغه به له کابل وروسته مسکو، ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي