په سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، زابل، کندهار او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن یحی علوي وايي، دغه عملیات د زابل په شاجوی، د کندهار په خاکرېز او د اروزګان په خاص اروزګان کې تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په درې واړه ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
جګړن علوي وايي، په وژل شویو او ټپي طالبانو کې د هغوی ځینې قوماندانان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل