په کابل کې د برتانیا سفیر سر نیکولس د ناټو له خوا په افغانستان کې د خپل ملکي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه ناوخته د کارنلیوس زیمرمن پر ځای د سر نیکولس د ټاکل کېدو اعلان وکړ.
سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې و ویل، خوشحالی دی چې دا اعلانوي، چې سر نیکولس په افغانستان کې د ناټو د ملي استازي په توګه وټاکل شو.
باید و ویل شي، چې سرنیکولس اوس مهال په کابل کې د برېتانیا د سفیر دنده پر مخ وړي او ټاکل شوې خپل نوی ماموریت راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پیل کړي.
تر ده وړاندې کارنلیوس زیمرمن چې یو جرمنۍ دیپلومات و په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده پر مخ وړله.
جمهورخبری آژانس:کابل