۰

د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د یوې خبري غونډې پر مهال د کابل د ولسي جرګې تېرې ټاکنې باطلې او لغوه اعلان کړې.
د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې
د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د یوې خبري غونډې پر مهال د کابل د ولسي جرګې تېرې ټاکنې باطلې او لغوه اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن پشنبې د لیندۍ ۱۵ مه په یوه غونډه کې و ویل، دا چې د کابل د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلۍ او شکایتونه زیات و، نو ځکه د شکایتونو کمېسیون پرون په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باید لغوه اعلان شي.

نوموړي د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه تر ۲۰ زیات داسې مواد هم په ګوته کړل، چې له مخې یې باید دغه ټاکنې لغوه اعلان شي.

د هغه په وینا د ټاکنو د څاربنسټونو له خوا په ټاکنو کې د بې درغه درغلیو او سرغونو په اړه راپورونه، د رایو د بیاشمېر په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو نیوکې او غوښتې او تخنکي ستونزې هغه لاملونه دي، چې له مخې یې کمېسیون اړ شو، چې دغه ټاکنې باطلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي