۰
د لوړو زده کړو وزارت:

د سید جمال الدین تربیه معلم به پوهنتون ته پورته نه شي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۶
د لوړو زده کړو وزارت د نوې طرحې له مخې د سیدجمال الدین تربیه معلم بنسټ به په همدې شکل پاتې او پوهنتون ته پورته نه کړای شي.
د سید جمال الدین تربیه معلم به پوهنتون ته پورته نه شي
د لوړو زده کړو وزارت د نوې طرحې له مخې د سیدجمال الدین تربیه معلم بنسټ به په همدې شکل پاتې او پوهنتون ته پورته نه کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په داسې حال کې ده چې د دغه بنسټ ټولو استادانو او محصلینو له نېږدې ۹ میاشتو په اعتراض لاس پورې کړی او د دغه بنسټ پوهنتون ته د لوړېدو غوښتنه کوي.

استادان او محصلین وایي د سید جمال الدین تربیه معلم د یوه پوهنتون په ټولو معیارونو برابر دی او باید دغه بنسټ په پوهنتون واړول شي.

د همدې ستونزې د حل له پاره ولسمشر غني د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي او د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري ته دنده سپارلې وه، د ښوونکو او محصیلینو درسي اعتصاب پای ته ورسوي.
خو د لوړو زده کړو وزارت په یوه تازه طرحه کې راغلي، چې دغه د سید جمال الدین د تربیه معلم مدیریت د ښوونې وزارت اړوند دی او هېڅ کله به پوهنتون نه کړای شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، وړاندې داسې وه، چې له سیدجمال الدین فارغو هغه کسانو چې ۸۵ سلنه نمرې یې اخیستې کولای شوای د تعلیم تربیې پوهنځې کې د آزاد رقابت او ازموینې له لارې په دریم ټولګي کې زده کړې پیل کړي خو اوس دا مهال په کلي صورت له منځه وړل شوې او له دې وروسته هر فارغ کولای شي ازموینه ورکړي او خپلو زده کړو ته په تعلیم تربیې پوهنځۍ کې دوام ورکړي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په نویې طرحه کې دا هم راغلي، چې د سیدجمال الدین تربیه معلم هغه استادان چې ماسټرۍ او دکتوراوې لري د لوړو زده کړو وزارت کې به جذب کړای شي.

خو په وینا یې دا چې دغه بنسټ دې پوهنتون کړای شي ستونزمنه ده، ځکه دلته قانوني او حقوقي ملاحظاتي، چې له مخې یې د لوړو زده کړو وزرت نه شي کولای دغه بنسټ پوهنتون کړي.

فیصل امین ټینګار وکړ، چې د سیدجمال الدین تربیه معلم مدیریت وړاندې هم د ښوونې وزارت سره و او د نوې طرحې له مخې به هم د همدې وزارت سره وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي