د هسپانیې دفاع وزیرې مارګریتا روبلیس په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او ولسمشر غني په ارګ کې ورسره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه له غرمې مخکې په ارګ کې له آغلي مارګریتا روبلیس سره وکتل.
سرچینه زیاتوي دواړو لورو دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، تروریزم پرضد د ګډې مبارزې، سولې پروسې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو راوستو په اړه بحث او خبرې وکړې.
مېرمن روبلیس له ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې د جنیوا په کنفرانس کې ستاسې وینا د سولې په اړه کلیدي او منطقي پیغام درلود او په دې برخه کې د هسپانیې حکومت او خلک ستاسې د هڅو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه وايي، هغې د سولې په پروسه کې د ښځو پر نقش ټینګار وکړ وې ویل، د هسپانیې حکومت او خلک به دافغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي.
ولسمشر غني هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هسپانیایې سرتېرو له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې مننه وکړه.
ښاغلي غني په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو، د ښځو او ځوانانو د ګډون او نسلي تغیر یادونه وکړه او د سولې په اړه یې وویل، موږ په هېواد کې د پایدارې سولې لپاره پیاوړی هوډ لرو.
جمهورخبري آژانس:کابل