۰

یو امریکايي افسر له داعش نه د ملاتړ په تور به بند محکوم شو

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
د امریکا فدرال محکمې د امریکا د پوځ یو سرتېری ایکایکا اریک کانګ له داعش ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په تور په بند محکوم کړ.
یو امریکايي افسر له داعش نه د ملاتړ په تور به بند محکوم شو
د امریکا فدرال محکمې د امریکا د پوځ یو سرتېری ایکایکا اریک کانګ له داعش ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په تور په بند محکوم کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افسر کانګ ته د امریکا د یوې فدرالي محکمې له خوا د ۲۵ کاله بند سزا واوروله.

ویل کېږي دغه امریکايي افسر د بې پیلوټه الوتکو په اړه پټ اسناد او معلومات هغه کسانو ته چې په ښکار یې ځانونه د داعش ملاتړ معرفي کړي و او په اصل کې د اف بي آی غړی و، ورکړي دي.

تر دې وروسته افسر ایکایکا اریک کانګ چې د امریکا د نظامي هوايي ترافیکو د کنټرول افسر و د ۲۰۱۷ کال د جون په ۸ مه د امریکا هاوايي کې ونیول شو.

هغه په تېره اګست میاشت کې په خپلو څلورو جرمو چې ترهګریز و اعتراف کړی او تر هغې وروسته محکمې په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي