۰
امریکايي جنرال:

پاکستان تر اوسه د افغان سولې په برخه کې عملي ګامونه نه دي اخیستی

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوی امریکايي جنرال کېنېټ مک کنیزي وايي، په افغانستان کې د اوږد مهالي ثبات له پاره د پاکستان همکاري اړینه ده، خو تر اوسه یې هېڅ عملي ګامونه نه دي اخیستی.
پاکستان تر اوسه د افغان سولې په برخه کې عملي ګامونه نه دي اخیستی
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوی امریکايي جنرال کېنېټ مک کنیزي وايي، په افغانستان کې د اوږد مهالي ثبات له پاره د پاکستان همکاري اړینه ده، خو تر اوسه یې هېڅ عملي ګامونه نه دي اخیستی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کنیزي دغه څرګندونې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته د پوښتنو په ځوابونو کې کړې دي.

نوموړي په دغه ځوبونو کې ویلي پاکستان کولی شي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اسانتیا برابره کړي خو تر دې مهاله داسې نه ښکاري، چې ګنې دغه هېواد دې پر افغان طالبانو له خپل ټول نفوذه کار اخیستی وي، څو دا ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړې امریکا ګوري، چې طالبان غواړي د هندوستان په وړاندې ترې د محافظ کار واخستل شي او که د یوه باثباته او پخلا شوي افغانستان برخه ګرځي.

بل خوا هغه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې نه باید ځواکونه له افغانستانه وایستل شي.

جنرال کنیزي ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالات باید له افغان ځواکونو سره نور کار هم وکړي تر څو د هغوی استخدام، روزنه او عملیات نور هم ښه شي.

هغه د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال په افغانستان کې جګړه یوه بن بست حالت ته رسېدلې، چې وتل ترې پکار دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي