۰
مسلم یار:

د سولې مرکچي پلاوي ترکیب کې باید مشرانو جرګې ته هم برخه ورکړای شي

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وايي، د سولې مرکچي پلاوي په ترکیب کې باید د مشرانو جرګې یو استازی هم برخه ولري.
د سولې مرکچي پلاوي ترکیب کې باید مشرانو جرګې ته هم برخه ورکړای شي
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وايي، د سولې مرکچي پلاوي په ترکیب کې باید د مشرانو جرګې یو استازی هم برخه ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مې په عمومي غونډه کې و ویل سره له دې چې ولسمشر غنی ژمنه کړې وه له طالبانو سره د سولې د مذاکره کوونکي پلاوی په ترکیب کې به د مشرانو جرګې استازی هم وي خو دا کار نه دی شوی.

د هغه په وینا دا چې په دې پلاوي، چې د ولسي جرګې، سولې عالي شورا، سترې محکمې، مدني ټولنې استازي شته نو باید د مشرانو جرګې استازی هم په کې وي او حکومت باید دا کار وکړي.

د مشرانو جرګې رییس زیاته کړه، دغه جرګې د بل هر بنسټ په پرتله د سولې پروسې ډېر ملاتړ کړی او په هېواد کې د سولې غوښتونکې ده.

باید و ویل شي، چې حکومت د تېرې چهارشبنې په ورځ د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پرمخ وړونکي ۱۲ کسیزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د مرکچي پلاوی نور غړي، د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتاله، حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله، ډاکتر عالمه، د ملي امنیت ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب شامل دي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي