۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

طالبان باید مشخص کړي چې څه ډول نظام غواړي

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان ولس د سولې په خبرو کې د طالبانو له لوري جدي اندېښنې او پوښتنې لري، چې د طالبانو ډله باید دې پوښتنو او اندېښنو ته ځواب و وايي.
طالبان باید مشخص کړي چې څه ډول نظام غواړي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان ولس د سولې په خبرو کې د طالبانو له لوري جدي اندېښنې او پوښتنې لري، چې د طالبانو ډله باید دې پوښتنو او اندېښنو ته ځواب و وايي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش چې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه یې کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې تصویب شوې اعلامیې د ۷۰ مې کلیزې په لمانځ غونده کې خبرې کولې و ویل طالبان باید مشخص کړي چې دوی څه ډول نظام غواړي، ځکه په دې اړه له ولس سره ډېرې پوښتنې او اندېښنې دي.

د هغه په وینا افغان ولس د طالبانو له تېر نظام څخه ناخوښه او هغه یې یو ځپوونکي نظام باله نو ځکه د طالبانو د سولې په تړاو ورته پوښتنې باید شوې، چې دوی د تېر په شان نظام نه غواړي.

دانش و ویل، چې په تېرو کلونو کې طالبان د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېدلي، زرګونه انسانانو په ځانمرګو او نورو بریدونو او چاودنه کې قرباني ورکړې او طالبان باید دا روښانه کړي، چې دغه خلکو ته څه ځواب لري.

نوموړي د طالبانو ډله تورنه کړه چې هم یې د خپل امارت پر مهال او هم اوس قومي چلند تر سره کړی او نورې ډلې یې له ځان څخه شړلې، چې دا هم د پوښتنې وړ ده او طالبان باید ورته ځواب ولري.

د ولسمشر د دوهم مرستیال په خبره له نړیوالو ترهګرو ډولو سره د طالبانو خواخوږي او ګرمې اړیکې بله هغه پوښتنه ده، چې طالبان باید ورته ځواب و وايي.

ښاغلي دانش دا هم و ویل، چې په افغانستان کې پر پخوانیو ډلو سربېره اوس مهال ځینې نوې ټولنیزې ډلې چې پرمختللې یا عصري دي او زیاتره ښاري وګړي هم په کې دي او طالبان باید دا پوښتنه هم ځواب کړي، چې له دې نویو ډلو سره جوړجاړي ته رسېدی شي که نه.

دانش د سولې په تړاو د ولسمشر غني وړاندې شوې طرحه پر ځای وبلله او ویې ویل، چې په دې طرحه کې د افغان ولس ټولې غوښتنې او نظرونه په پام کې نیول شوې دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې طالبان دا هم باید روښانه کړي، چې له مشارکتي نظام او ټاکنو سره سلا کېږي او داسې یو نظام خوښوي او که نه.

افغان چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې شوې او په همدې موخه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل درېیم سفر پیل کړی.

هغه نن پاکستان ته تللی او ویل کېږي د طالبانو د قطر دفتر ۷ کسیزه پلاوی هم پاکستان ته رسېدلی تر څو د سولې په اړه سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي