د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسل ته روان شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه کابل د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونده کې د ګډون په موخه تر شاه پرېښود.
ښاغلي رباني پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دی به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې چې سبا تر سره کېږي د افغانستان د امنیتي حالت، سولې او ټاکنو په تړاو وینا وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په یاده غونډه کې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو او په افغانستان کې د خپل حضور په اړه هم بحثونه وکړي.
باید و ویل شي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیر غونډه سبا جوړېدونکې ده او تر ډېره به په کې د افغانستان د امنیت، سولې، ټاکنو، او د بهرنیو ځواکونو د حضور، مرستو او همکاریو په اړه خبرې په کې وشي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په یوه خبري غونده کې و ویل، چې ناټو له افغانستانه نه وځي، ځکه وتل به یې تر پاتې کېدو په زیاته بیه تمام شي.
هغه و ویل که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي او ناټو دا خطر هېڅ وخت نه قبلوي.
جمهورخبري آژانس:کابل