۰

کابل کې ۲۴ ساعته نښته پای ته ورسېده او تمیم شنسب ونیول شو

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
امنیتي سرچینو تایید کړه، چې د تمیم شنسب له وسله والو کسانو سره تر ۲۴ ساعته نښتې وروسته تواندېدلي تمیم شنسب ونیسي او جګړه پای ته ورسېږي.
کابل کې ۲۴ ساعته نښته پای ته ورسېده او تمیم شنسب ونیول شو
امنیتي سرچینو تایید کړه، چې د تمیم شنسب له وسله والو کسانو سره تر ۲۴ ساعته نښتې وروسته تواندېدلي تمیم شنسب ونیسي او جګړه پای ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي ځواکونه پرون دوشنبې د کابل شهر نو سیمه ته ورغلل تر څو د تمیم شنسب له خوا غصب شوی کور تلاشي او ونیسي، خو د هغه وسله والو کسانو له پولیسو سره نښته وکړه.

د پولیسو او تمیم شنسب د کسانو تر منځ وسله وال نښته تر نن سه شنبې پورې د ۲۴ ساعتونو له پاره وغځېده خو امنیتي ځواکونه بریالي شول چې نوموړی ونیسي.

په دې نښته کې یو پولیس وژل شوی او د یوه خبریال په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي دغه کور چې تمیم شنسب په کې اوسېده د یوه بل کس و او محکمې هم د همدې کس په ګټه پرېکړه کړې وه، خو تمیم شنسب کور نه خالي کاوه.

تمیم شنسب چې ویل کېږي د افغانستان د پخواني دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ له خپلوانو دی یو شخصي امنیتي شرکت او وسله وال لري، خو تر اوسه دا ادعا تایید او یا رد شوې نه ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي