۰

د سرپل د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د سرپل د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه (د لیندۍ ۱۲مه) وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالي برید وکړ او تر سهاره جګړې دوام درلود.

د صیاد ولسوال حیات الله حیات ویلي، د طالبانو په برید کې د صیاد امنیه قوماندان، دوه پولیس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د هغه په وینا د افغان ځواکونو سره په دې نښته کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د نښتې پر مهال ځینې پوستې هم طالبانو نیولې وې خو اوس بېرته ترې افغان ځواکونو نیولې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي