۰

ننګرهار کې هم ۵۱ میله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیول شوې

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې دوه تنه له لسګونه میله ډول ډول وسلو او مرمیو سره یو ځای نیولي دي.
ننګرهار کې هم ۵۱ میله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ نیول شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې دوه تنه له لسګونه میله ډول ډول وسلو او مرمیو سره یو ځای نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وسلو دغه قاچاق کوونکي او وسلې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په اړه سیمه کې نیول شوي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي د وسلو دوه تنو قاچاق کوونکو ۱۵ میله ډول ډول وسلې او لس زره فیره بېلا بېلې مرمۍ د غواګانو بار مازدا ډول موټر کې په ډېر مهارت ځای پر ځای کړې وې.

خوږیاڼی زیاتوي، په دغه وسلو کې ۲۱ ميله کلاشنکوفونه، ديرش ميله تومانچې او لس زره فيره بېلابېل ډوله مرمۍ شاملې دي.

د هغه په وینا دغه کسان او وسلې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړو پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې او یاد کسان دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

د ننګرهار والي وايي نیول شویو قاچاق کوونکو په خپلو جرمونو اعتراف کړی خو په دې اړه چې دا وسلې چېرته وړل کېدل او نیول شوي کسان څوک دي جزیات به ډاګه نه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کاپیسا ولایت کې هم دوه تنه د ۲۵ میله وسلو سره یو ځای په مرکز کاپیسا ښار کې نیولې وې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي