۰

د طالبانو د قطر دفتر غړي پاکستان ته تللي دي

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
راپورونه دی، چې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر غړي د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په غوښتنه پاکستان ته سفر کړی دی.
د طالبانو د قطر دفتر غړي پاکستان ته تللي دي
راپورونه دی، چې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر غړي د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په غوښتنه پاکستان ته سفر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه ۷ کسیزه پلاوي مشري د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزی کوي.

ویل کېږي دا پلاوی غواړي د امریکا سره د خبرو تر بیا پیل وړاندې له خپلو مشرانو سره د ځینو سلا مشورو اخیستو لپاره پاکستان ته تللی دی، خو دا چې له خپل مشر ملا هبت الله سره به وګوري که نه معلومه نه ده، ځکه هغه په دې وروستیو کې تر ډېره له خپلو استازو سره اړیکې نه دي ټینګې کړې.

د قطر دفتر یوه غړي برتانوۍ ډېلي تېلېگراف ورځپاڼې ته د دې پلاوی د سفر د پخلي تر څنګ ویلي، دغه سفر د طالبانو لپاره خورا مهم دی او په دې لړ کې بر پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته د خپلو مشرانو سره د سلا مشور لپاره په سفر وتلي، چې د افغان سولې له افغان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې په تړاو سیمې ته خپل درېیم سفر پیل کړی.

د هغه سفر به د روانې میلادي میاشتې تر ۲۰ مې پورې وي، چې په ترڅ کې به یې افغانستان، پاکستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته هم لاړ شي.

خلیلزاد وړاندې ویلي و امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده او افغان حکومتي او غیر حکومتي چارواکو هم باید په جدید ورته کار وکړي.

بل خوا د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر ته هم د افغان سولې په تړاو یو لیک لېږلی او ترې غوښتي یې دي، چې افغانستان د امریکا لومړیتوب دی او پاکستان باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

دغه راز د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم پرون دوشنبې په پنټاګونو کې د امریکا له دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې له پاکستانه په جدي ډول غوښتی، چې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته حاضر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي