۰

جاپان له افغانستان سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
جاپان له افغانستان سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې
کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یونیسف به دا پیسې د جیکا موسسې په همکارۍ د افغان ماشومانو او ښځو پر بېړنیو اړتیاوو ولګوي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا مرسته به یونیسف او اړوندې ادارې په دې قادرې کړې، څو د کتلوي معافیت پروګرام له لارې نږدې یو نیم میلیون نوي زېږېدلي ماشومان واکسین کړي، ۱۰ میلیونه له پنځو کلونو کم ماشومان به خوندي کړي او تقریباً درې میلیونه مېرمنو ته به پرې د تیتانوس واکیسن ورکړي.

د دې مرستو یوه برخه به د ګوزن یا پولیو د ناروغۍ د مخنیوي په هڅو هم ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي